اسلام آباد۔ 25 اکتوبر(اے پی پی) هېواد څخه د ويستلو خبردارے په غېر قانوني توګه پاكستان كښې د مېشته بهرنو وګړو لپاره دے٬ دا تاثر سم نه دے چې يواځې افغانان ويستلے شي٬ د نومبر اولنۍ نېټې څخه به يواځې پاسپورټ او وېزا لرونكې پاكستان ته راتللې شي٬ ده د سېنېټ د داخله چارو قائمه كمېټۍ غونډې ته بريفنګ وركولو۔ داخله وزير ووئيل مونږ په غېر قانوني توګه د مېشته وګړو په حقله خبره كړې وه چې دوي به ويستلے شي خو پېغام مخكښې دا لاړو چې شايد يواځې افغانان به ويستلے شي۔ د حكومت پېغام يواځې د افغا??ان?? لپاره نه ؤ ۔ ده ووئيل كه څوك ریفیوجی کارډ يا وېزا لري نو هغه زمونږ مېلمه دے۔ ده ووئيل په هېواد كښې په غېر قانوني توګه د مېشته بهرنو معامله ز??ا په علم كښې نشته بياهم دې ته به پام كولې شي۔ داخله وزير ووئيل په كوم هم هېواد كښې داسې نه كېږي چې هلته بهرني په غېر قانوني توګه پاتې كېږي ۔ د غونډې څخه وروستو مي??يا سره خبرو كښې ده ووئيل په هېواد كښې په غېر قانوني توګه مېشته وګړو ته وركړې شوې وروستې نېټه كښې د پراختيا په اړه تر دې دمه كوم وړاندېز نه دے رامخې ته شوے ، ده ووئيل د نومبر اولنۍ نېټې څخه به دا خ??ره باوري كولې شي چې دې هېواد ته چې څوك هم راځي د پاسپورټ سره به راځي۔ ده ووئيل نه كوم سفارتي لاس وهنه كېږي او نه دې ته حاجت شته۔ ده ووئيل كه تاسو د لوئيديزو هېوادونو خبره كوۍ نو آيا هغوي به تاسو د قانوني دستاوېزات نه غېر پرېږدي؟ ده ووئيل كه لوئيديز هېوادونه خپلو وګړو لپاره ??وم??ه حساس دي نو مونږ لپاره پاكستاني وګړي هم تر هر څه اول دي
هېواد څخه د ويستلو خبردارے په غېر قانوني توګه د ټولو مېشته بهرنو وګړو لپاره دے يواځې د افغانانو لپاره نه ٬ د نومبر اولنۍ نېټې څخه به يواځې پاسپورټ او وېزا لرونكې پاكستان ته راتللے شي٬ نګران داخله وزير سرفراز بګټي
Unicorn Tips Entertainment Platform Entrance
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی