اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو، خپرونو ، قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاءالله تارړ ووئيل خېبر پښتونخوا كښې فارن ميډيا له ګمراه کن ب??يف??ګ وركړې كېږي، د پي ټي آئ?? کوم هم احتجاج امناكه نه ؤ، د احتجاج او دھرنو نه علاوه د ه?? وي بل څه كار نشته، انتشاري ډلي عمر له د رياست او اولس ته زيان رسولې، پي ټي آئ?? د هېواد د سلامتيا په ضد دې،هغوي په مړو سياست كول غواړي۔ د اتوار په ورځ ميډيا سره په څپلو خبرو كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ عل?? امين ګنډاپور تورونه په دروغو او فساد اډانه دي، فارن ميډيا خېبر پښتونخوا ته رابللو سره هغوي له ګمراه کن ب??يف??ګ وركړې كېږي،بايد په دې اړه حقائق د اولس په عل?? كښې راوستلې شي۔ده ووئيل انتشاري ډلي د شرخوښۍ او هېواد دښمني په ښكاره ډول راوړاندې کړې شيد تورونو لګولو سلسله نن څخه نه ده،د هغوي د ليډر هم دا عادت ؤ، 2014ء كښې هغوي په پي ټي وي بريد كړې ، قانون نافذ کونكو ادارو ځوانان په نښه كړې شوي ٬ په پارليمنټ بريد شوې۔ وفاقي وزير ووئيل هغوي وګړي په تشدد راپارولو سره پخپله تښتي۔ده ووئيل نن فارن ميډيا له په خېبر پښتونخوا كښې ګمراه کن ب??يف??ګ وركړې كېږي كوم چې په دروغو اډان هدې۔ وفاقي وزير ووئيل عل?? امين ګنډاپور تيره ورځ بيا وئيلي چې راروان كال به امناكه نه وي،دا پوښتنه كوو چې دې څخه وړاندې كوم احتجاج امناكه ؤ ؟ احتجاج او دھرنو نه علاوه د ه??وي بل څه كار نشته، په 26 نومبر د انتشار کال وركولو سره لشکر کشۍ او د مړو كولو اراده شوي وه، ده ووئيل هغوي اول د 1200 مړو د دروغو بيانيه جوړه كړي بيا آرټيفيشل انټيلي جنس د لارې جعلي عكسونه په سوشل ميډيا وچلولې شول۔ده ووئيل د پي ټي آئ?? د سوشل ميډيا کارکنان د پاکستان مخالف كسانو سره رابطې لري،د هند عسكرو يو ميجر او د پي ټي آئ?? کارکنان يوه ايجنډا لري،دواړه د پاكستان د وسله والو ځواكونو په ضد دي۔ وفاقي وزير ووئيل پي ټي آئ?? عمر له د هېواد د سلامتيا په ضد خبره كړي،هغوي چري هم امناكه كال نه دې وركړې، كه هغوي امنامكه وي نو بيا کلاشنکوفو ، سټين ګنز، ګرينيډ، آنسو ګيس شيلز او ليندو سره په اسلام آباد بريد نه كولې۔ عطاءالله تارړ ووئيل د اسلام آباد ه??ئي کورټ هم پي ټي آئ?? له د احتجاج اجازه نه وه وركړي، تحريك انصاف په خپلو كارمندانو كاڼي ورولي دي، د عل?? امين ګنډاپور د ګارډز د ډزو ثبوت نړۍ كتلې،وګړو هغه ته سپكي توري وئيلي، بشريٰ بي بي د ه??ه په ګاړي پخپله كڼي ورولي،هغي به د ګاړي څخه هدايات وركول چې ډي چوك ته به ځو،د بيلاروس د صدر دورې ته زيان رسول وو،د پارليمنټ په ودانۍ ئې د بريد كولو اراده لرله، بشريٰ بي بي وګړو ته ووئيل چې عل?? امين ګنډاپور ډي چوك ته په تللو مجبور كړئ، هلته بشريٰ بي بي كاڼي ورولي، عل?? امين ګنډاپور ته ئې سپكي توري وئيلي۔ دې څخه ظاهره شوي چې هغه څه ډول سياست كښې ككړ دي۔ د اطلاعاتو وزير ووئيل عل?? امين ګنډاپور او بشريٰ بي بي خپل كارمندان په ډي چوك كښې يواځي پرېښودلي او هغوي تښتدلي دي ؟هغوي چې كومي منډي وهلي اوس د ه??ې پټولو لپاره بهانے ګوري، هغوي په سياسي، اخلاقي او انتظامي ډول ناكامه شوي، د صوبے چاري هغوي سنبھالولې نشي۔د اطلاعاتو وزير ووئيل په نو مئي چې څه شوي ، قوم به ئې چري هم هير نه كړي، د نو مئي ملزمان به قانون سره مخ كولې شي۔ ده ووئيل په سوشل ميډيا پي ټي آئ?? د ادارو په ضد د دروغو ډنډوري كوي،زمونږ پوځ د نړۍ تر ټولو ښه پوځ دے ٬ د ڼرۍ کيډټس دلته تربيې لپاره راځي۔ پي ټي آئ?? وسله وال ځواكونه په سياست كښې شاملول غواړي۔ ده ووئيل كله چې هغوي د پوځي پراډکټس د بائيکاټ اعلان کړې ، عسکري بينك او فوجي فوډز شيئرز مخ په پورته تللي۔كه د پوځي پراډکټس بائيکاټ کول وو نو تر ټولو اول به ئې د باني چيئرمېن پي ټي آئ?? کړې ؤ ، د دروغو او منافقت سياست هغوي سره خوند كنه كوي۔ وفاقي وزير وئويل سپريم کورټ پريكړه كړي چې د 26 مئي بريدونو كښې ككړ كسانو به پوځي ټرائل كولې شي۔ده ووئيل كه د پاکستان ريلوے كښې چا جرم كړې نو د ريلوے پوليس به ئې په ضد کارروائي کوي،كه چا د ايئر پورټ جرم کړې نو د ايئرپورټ سيکورټي فورس به ئې په ضد کارروائي کوي،دغسې كه چا د پاك پوځ په تنصيباتو بريد كړې نو هغې لپاره به په پوځي عدالتونو كښې مقدمه چلولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل هغوي وګړي استعمال کړې او پخپله تښتيدلې دي او وګړي ئې اوس په زندانونو كښې مقدمو سره مخ دي۔ وفاقي وزير ووئيل هېواد كښې سرلښكر شته كوم چې د هېواد لپاره نيك نيتي لري او غواړي چې هېواد پرمختګ وكړي،هغه پوځ د پروفيشنل فورس په شان نور فعاله كوي۔ ده ووئيل تحريک انتشار هېواد كښې پرمختګ زغملے نشي،هغوي هېواد بدناموي۔ده ووئيل د پوليس او رينجرز ځوانان شهيدان شوي د ه??وي د ويني پوښتنه چا څخه وكړو ؟ آيا احتجاج كونكو ډزي نه دي كړي ؟ په هغوي ګاړي چا ورښيجولي؟ د خپلي ناکامۍ پټولو لپاره انټرنيشنل ميډيا راستلو سره دروغ وائي چې زمونږ سره ظلم شوې،كه هغوي په رښتيا وي نو د مړو د دروغو خبري به ئې نه كولې۔ده ووئيل قانون نافذ کونكو ادارو اهلکارو سره لائيو ايمونيشن نه ؤ، ډائريکټ فائرنګ چا هم نه دې كړې البته د عل?? امين ګنډاپور ګارډز ډزي كړي۔ وفاقي وزير ووئيل د بده مرغه تيره ورځ يو جعلي خبر شائع کړې شوي كوم كښې چې دعويٰ شوې وه چې د 150 خبريالانو د نيولو وارنټ جاري كړې شوي۔ده ووئيل درې يا څلور خبريالان داسې دي په كومو چې کيسونه دي، باقي پي ټي آئ?? سياسي کارکن ؤ چا چې وګړي په تشدد راپار كړي۔ده ووئيل د دې خبر ترديد کوو۔ده په ميډيا د ذمه واره صحافت كولو زور راوړو۔
خېبر پښتونخوا كښې فارن ميډيا له ګمراه کن بريفنګ وركړې كېږي، د پي ټي آئي کوم هم احتجاج امناكه نه ؤ، د احتجاج او دھرنو نه علاوه د هغ وي بل څه كار نشته، انتشاري ډلي عمر له د رياست او اولس ته زيان رسولې۔عطاءالله تارړ
Wushu High and Low Entertainment Reliable Platform
مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری