اسلام آباد۔20فروری(اے پی پی) د ورلډ مينارټيز الائنس كنوينر او د خېر ښېګړې پخواني وفاقي وزير جے سالك وئيلي دي هغه به د امريكائي صدر جارج واشنګټن پېنټنګ نندارتون او نيلامۍ سره نړيوال بېن المذاهب كمپائن پېل كوي دغسې چې د هغه خپل اولس او انسانيت لپاره خذمات ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې شي۔ په امريكا كښې د جارج واشنګټن د زېږېدنې ورځ د فرورۍ په درېم ګل لمانځلې شي۔ اے پي پي سره ټېلېوني خبرو كښی جے سالك ووئيل زما د ورور په جوړ كړي پورټرېټ كښې د کېتھولک چرچ مشر پوپ فرانسس، د کېنټربری آرچ بشپ جسټن ویلبی، د پخواني امريكائي صدر ابراهم لنکن، جارج واشنګټن’مارټن لوتھر کنګ جونیئر، امام کعبه عبدالرحمٰن السدیس، او د شهزادی آف ویلز لېډی ډیانا پشمول د مهمو نړيوالو شخصياتو پورټرېټس شامل دي۔ دا پورټرېټس به د دغه عظيمو شخصياتو هلو ځلو پلو د لارښودو او اولس پام ګرځولو له مرستياله وګرځي۔ جے سالک ووئيل دا پورټرېټس به د بشري خواخوږۍ مقصد لپاره چنده جمع كولو له نيلام كولے شي۔ د ډبلیو اېم اے کنوینر ووئيل د دې كمپائن مقصد د ټولنې وروستو پاتې او ځپلو خلقو مرستې له فنډز جمع كول دي۔ ده ووئيل د جارج واشنګټن شخصيت په امريكائي ټولنه ژور نقوش پرېښودې دي او زه د هغه د پېنټنګ نندارتون سره نړيوال بېن المذاهب كمپائن پېل كوم۔ جے سالك ووئيل ما سره نزدې 25 خصوصي آئل پېنټنګز پراته دي كوم چې زما ارواښاد ورور او مصور ماركس سالك جوړ كړې وو چا چې د جمهوريت ٬ د اقليتونو حقونو او د مذهبي همغږۍ وكالت كړے۔ په نندارتون خپله تبصره كښې ده ووئيل زه په نړيواله بېن المذاهب همغږۍ يو لويې كنفرنس كول غواړم٬ په ځينې اروپائي مهذبه ټولنو كښې د اقليتونو په ضد تشدد تر اندېښمن كچې رسېدلے دے۔ ده ووئيل ما په خپل 47 كلن اوږد كيرئير كښې بشري حقونو له د ستړو په مهال د كوم امتياز نه غېر ټولو لپاره د مساوي حقونو دفاع كړې۔ ده ووئيل په واشنګټن كښې راجوړ كړې شوي كنفرنس كښې د بېلو مذهبونو لارښود به يو پلېټ فارم ته رابللے شي دغسې چې انسانيت سره د يووالي څرګندونه وكړې شي۔(
د جارج واشنګټن پېنټنګ نندارتون سره به نړيوال بېن المذاهب كنفرنس كمپائن پېل كولے شي ٬ جے سالك
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے سستے ٹکٹ