اسلام آباد۔4فروری (اے پی پی) په جامعه كشمير كښې د كشمير ورځې اونيزو دستورو په لړ كښې يو ورځنې كنفرنس وشو۔ د كنفرنس سرخط ” په كثير القطبي نړۍ كښې د كشمير مسئله او د هند غېر قانوني قبضه” وو۔ د جامعه كشمير د تعلقات عامه څانګې لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې دې كنفرنس ته کشمیری لارښود الطاف حسېن وانی، د رفاه پوهنتون اسلام آباد ډاکټر اویس بن وصی، د جامعه كشمير ډاکټر محمود حسین او نورو خطاب وكړو۔ كنفرنس ته خپل خطاب كښې د کشمیر انسټیټیوټ آف انټرنېشنل ریلیشنز چيئرمېن الطاف حسېن وانی د ګډون كوؤنكو پام 5 اګست 2019 څخه وروستو د كشمير منظرنامې پلو ګرځولو سره په جموں وشكمير كښې د بشري حقونو په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ده زده كوؤنكي په جموں وكشمير كښې د هندي پوځي ډلو د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو څخه خبر كړل۔ ده وئيل په جموں وكشمير كښې د هندي ظلم او زياتي په ضد غږ پورتي كوؤنكي او د بشري حقونو لپاره كار كوؤنكي محفوظ نه دي۔ د رفاه پوهنتون اسلام آباد ډاكټر اویس بن وصی په ملټی پولر ورلډ آرډر او کشمیر شخړه بشپړه لېكچر وركړو۔ په خپلو اختتامي كلماتو كښې د جامعه كشمير د نړيوالو اړيكو څانګې مشر ډاكټر محمود حسېن ووئيل روانې وضعې پاكستان لپاره موقعې او چېلنجونه دواړو راوړې دي۔ ده ووئيل د بي آر آئي د اعلان څخه وروستو د كشمير په اړه د چين سركاري نقطه نظر بدل شوے دے٬ دغسې د هندوستان په امريكائي بلاك كښې شاملېدو سره د روسيه پاكستان كښې د خوښۍ لرلو امكانات سوا شوي دي۔ ده ووئيل وخت راغلې چې پاكستان موقعو څخه ګټه پورته كولو سره كشمير كاز وړاندې كړي۔ د كنفرنس په پايه كښې د پوښتنو او ځوابونو سېشن وشو ۔ سېشن كښې ګډون كوؤنكو زده كوؤنكو ته سندونه وركړې شول۔
په جامعه كشمير كښې د كشمير ورځې اونيزو دستورو په لړ كښې يو ورځنې كنفرنس ٬ د الطاف واني ٬ اوېس بن وصي ٬ ډاكټر محمود كنفرنس ته خطاب
مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی