اسلام آباد 16مارچ (اے پی پی)د نړيوالو چارو پوهانو او تجزيه كارو نوخيز ساهي او همايون خان وئېلي دي په دې وخت كښې افغانستان سخت انساني بحران سره مخ دے٬نړۍ ته په ګډه افغانستان د بحرانونو څخه ويستلو لپاره د كردار ترسره كولو ضرورت دے۔د شورو په ورځ د پي ټي وي په پروګرام كابل آور كښې په خپلو خبرو كښې نوخيز ساهي ووئيل د اقتصادي او معاشي استحكام نه پس به افغان كډوال خپل هېواد ته تللو ته ترجيح وركړي۔د رپورټونو له مخې د افغانستان د لنډ مهاله حكومت جوړېدو نه تراوسه 1 لك 76 زره كورنۍ بېرته افغانستان ته تللي۔ده ووئيل د يو اېن اېچ سي آر پشمول نورې نړيوالې ادارې هم وائي چې دوي په بېلا بېلو ځايونو كښې كار كوي۔په دې موقع تجزيه كار همايون خان ووئيل د افغانستان لنډ مهاله حكومت مرسته كونكے دے او د نړيوالې ټولنې غوښتنې پوره كولو لپاره هڅې كوي بايد نړۍ هم افغانستان سره خپل روابط زيات كړي۔ ده ووئېل كه د تېر وخت پشان د افغانستان يوازې پرېښودلو غلطي بيرته وكړې شوه نو د دې آغېز به نه يوازې په منطقه بلكې په ټوله نړۍ وشي۔د يو اېن اېچ سي آر وياند وئېلي دي په افغانستان كښې د انساني مرستې كولو زيات ضرورت دے
په دې وخت كښې افغانستان سخت انساني بحران سره مخ دے٬نړۍ ته په ګډه افغانستان د بحرانونو څخه ويستلو لپاره د كردار ترسره كولو ضرورت دے۔د نړيوالو چارو پوهان
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں