اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پی پی)د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي د درملنې لپاره د نواز شريف بهر هېواد ته د تللو ??ريكړه عدالت له كول دي٬د نېب او عدالت قوانين ل?? مخې هغه ته چې كوم آسانۍ وركړی كېدې شوې هغه حكومت وركړي دي ۔يو نجي ټي وي پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې دې ووئيل داسې كوم هم بنديوان څوك چې د پاكستان په كوم هم زندان كښې وي د هغه لپاره قوانين واضح دي او د هغې پريكړې هم عدالتونه كوي٬حكومت په دې كښې هېڅ اختيار نه لري۔دې ووئيل د نواز شريف پھ بدن كښې د پليټ لېټس كاؤنټ كښې كمې راتلل د بون ميرو په سوب دے۔د هغه جسماني نظام پلېټ لېټس نه جوړوي٬ډاكټران دغه معامله ګوري او ډېر زر به په څه نتيجه ورسيږي ۔دې ووئيل ډاكټرانو چې ??وم?? هم پريكړه وكړه په هغې به عمل ك??لې شي۔دې ووئيل مريم نواز د خپل پلار سره د ملاقات لپاره خواست كړی ؤ او د خپل صحت په حقله يې څه تحفظات څرګند كړي وو٬د هغې په خواست حكومت هغه د شپې روغتون ته منتقل كړې چرته چې د هغې ټېسټونه شوي او هغه يې د پلار د درملنې په اړه هم خبر كړې۔د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل ك??مه هم اداره يا قانون د چا تابع كېدې نه شي٬په دې حقله قوانين واضح دي او په هغې به عملدرآمد كولې شي۔دې ووئيل پھ زندان كښې آص?? علي زرداري ته د ډاكټرانو د رائے مطابق طبي آسانۍ ترلاسه دي۔دې ووئيل ك??ه چې نواز شريف د عمران خان تپوس پوښتنه كړی وه نو هغه په څه جرم كښې سزاوار نه ؤ ٬نه هغه په زندان كښې ؤ بلكې هغه ژوبل شوے ؤ ۔دې ووئيل ك??م هم بنديوان چې د ناروغۍ له امله په روغتون كښې وي نو د هغه سره د ملاقات يوه طريقه وي٬داسې كوم حاجت نه دې رامخې ته شوې چې وزيراعظم عمران خان د نېب او زندان د ټولو ??وانين خلاف ورزي كولو سره د كوم بنديوان سره ملاقات وكړي
د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ټي وي پروګرام كښې د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون