اسلام آباد 17جون (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي انتخابي قانون كښې د بدلون په اړه د الېكشن كمېشن تحفظات لرې كولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل د انتخابي عمل نفاذ په اړه حتمي پرېكړه به الېكشن كمېشن كوي،حكومت به د ادارو د اصلاحاتي عمل سپېځلتيا كښې مرسته كوي، ووټ د ټولو وګړو بنيادي حق دې ،د سپريم كورټ د احكامات په رڼا كښې 90 لكهه سمندر پوري پاكستانيانو له د ووټ حق وركولو ته اړټيا ده۔ ده د زيارت په ورځ انټرنيټ ووټنګ لپاره د اېمرجنګ ټېكنالوجي په اړه د سب كمېټۍ غونډي مشري كوله ، په غونډه كښې د انفارمېشن ټېكنالوجي او ټيلي كميونيكشن وزير سيد امين الحق ، د ريلوے وزير اعظم خان سواتي ،د آئي ټي وزارت سېكرټري ډاكټر محمد سهيل راجپوت ، د نادرا لنډ مهاله چيئرمېن برېګېډيئر رېټائرډ خالد لطيف ، الېكشن كمېشن د آئي ټي ډائرېكټر جنرل خضر عزيز او نورو سينئر چارواكو ګډون وكړو۔غونډې ته خپله وينا كښې صدر مملكت بهر هېواد كښې د مېشته 90 لكهه څخه زياتو پاكستانيانو له د سپريم كورټ د احكامات په رڼا كښې د ووټ كارولو حق لپاره په انتخابي قانون كښې د ښه والي راوستلو په حاجت زو راوړو۔ ده ووئيل د سمندر پورې پاكستانيانو انټرنيټ ووټنګ آسانيو په حقله غلط فهمي لرې كولو له دې د اړوندو همكارانو ترمينځه رابطه كاري ښه كړې شي۔ ده ووئيل نظام كښې د موجوده كمزورو له امله اولس د خپل بنيادي حق څخه نه شي محرم كېدې ۔ په دې موقع د ريلوے وفاقي وزير اعظم خان سواتي د الېكشنز اېكټ 2017 حواله وركولو سره غونډي ته ووئيل په دې ايكټ
سمندر پوري پاكستانيانو له به د ووټ حق وركول وي۔ د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي انټرنېټ ووټنګ لپاره د اېمرجنګ ټېكنالوجۍ په اړه د سب كمېتۍ غونډي ته وينا
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha