کراچۍ۔2اګست(اے پی پی) د پاكستان او تركيه په ګډه تيار كړې شوې ملجم كلاس جنګي بحري جهاز پي اېن اسې طارق په پاك بحريه كښې شامل كړے شو۔ په دې موقعه د شورؤ په ورځ په كراچي شپ يارډ كښې خصوصي دستوره كښې وزيراعظم شهباز شريف او د تركيه نائب صدر جودت يلماز ګډون وكړو۔ د تركيه نائب صدر جودت يلماز په دستوره كښې اعزازي مېلمه وو۔ دستوره كښې خارجه وزير بلاول بھټو زرداري ٬ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ٬ د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر ٬ د سندھ اعلی وزير مراد علي ٬ د سندھ ګورنر كامران ټېسوري ٬ د پاك سمندري پوځ مشر اېډمرل امجد نيازي او نورو اعلی سول او پوځي چارواكو ګډون وكړو۔ وزیراعظم شهباز شریف د تركيه نائب صدر سره د پي اېن اېس طارق لانچنګ وكړو۔ پی اېن اېس طارق ملجم کلاس کاروېټ جنګی جهاز په هغو څلورو بحري جهازونو كښې يو دے كوم چې تركيه سره د ټېكنالوجۍ منتقل كولو لوظنامې لاندې ترك او پاكستاني انجينئران په ګډه جوړوي۔ په كال 2018 كښې د پاک بحریه او تركيه ترمينځه د 4 جنګي جهازونو جوړولو لوظنامه شوې وه۔ د لوظنامې له مخې 2 جهازونه په تركيه او 2 په پاكستان كښې جوړولے شي۔ دې څخه وړاندې د 3 جهازونو لانچنګ شوے دے او هغه د پايې پړاؤنو څخه تېرېږي۔ پی اېن اېس طارق په پاكستان كښې جوړ كړے شوے دويم جنګي جهاز دے ۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم ته د جهاز د تيارولو په اړه بريفنګ وركړے شو۔
تركيه سره په ګډه تيار كړے شوے پي اېن اېس طارق په پاك بحريه كښې شامل كړے شو ٬ لانچنګ وزيراعظم شهباز شريف د تركيه نائب صدر جودت يلماز سره وكړو
مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ