اسلام آباد20 جون (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي انتاليه كښې د تركيه خارجه وزير مېيولوت چاوش اوغلو سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او ګڼ اړخيزه څانګو كښې د مرستې په شمول د شريكې خوښی په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير د انطالیه سفارتی فورم كاميابۍ سره په كولو خپل ترك همڅنګ ته مباركي او د غوره انتظاماتو په كولو د هغه مننه وكړه۔ په دې موقعه خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل په انتاليه فورم كښې د ګردې نړۍ د لوړې كچې مشرتابه ګډون وكړو كوم چې د دې فورم د كاميابۍ څرګندونه كوي۔ دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او تركيه ترمينځھ د دوه اړخيزه مرستې ودې له د لوړې كچې ستراتيجيكي مرستې كونسل راروانې غونډې تياريانو حوالې سره خبرې وكړې كومه چې د روان كال په مهال تركيه كښې كېدونكې ده۔ دواړو خارجه وزيرانو د افغان امن عمل او افغانستان څخه د غېر ملكي عسكرو وتلو نه وروستو په رامخې ته كېدونكې وضعه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان يو سولييز ٬ خپلواكه او مستحكم افغانستان كښې خوښي لري او پاكستان به د افغانستان په شمول منطقه كښې امن په ځائې كولو له خپل مثبت كردار ترسره كوي۔ خارجه وزير افغانستان كښې امن په ځائې كولو له د تركيه د قدر وړ هڅو ستائنه وكړه۔ ترك خارجه وزير افغان امن عمل كښې د پاكستان د مصالحانه كردار ستائنه كولو سره د منطقې استحكام لپاره په ګډه د هڅو كولو اشاره وركړه۔ دواړه خارجه وزير دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو له او منطقه كښې امن په ځائې كولو له مشاورت روان ساتلو ته هم سلا شول۔
د خارجه وزير شاه محمود قريشي او د تركيې خارجه وزير مولود چاوش اوغلو ترمېنځه ملاقات
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha