اسلام آباد29جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي عام وګړي له آسان او زر تر زره انصاف باوري كولو ته اوسنے حكومت پام لرنه كوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ څخه د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده اټارني جنرل خالد جاوېد خان سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ وزيراعظم سره ملاقات كولو۔ د ملاقات په مهال اټارني جنرل وزيراعظم ته په بېلو عدالتي چارو٬ د انصاف نظام پحقله په روانو اصلاحاتو او په “واټر كمېشن رپورټ”بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم عمران خان د واټر كمېشن رپورټ پحقله د جسټس شاهد كريم د هڅو ستائنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د اوبو مسئله ډېره مهمه ده ٬ په دې مهمه قامي معامله كښې د جسټس شاهد كريم خاص خوښي او هڅې د ستائنې وړ دي۔ وزيراعظم د جسټس (ر) علي اكبر قرېشي په مشرۍ كښې د واټر كمېشن رپورټ مرتب كولو د ډلې هلې ځلې هم وستائېلې۔ په بېلا بېلو عدالتي چارو او په روانو اصلاحاتو خبره كولو سره وزيراعظم ووئيل عاموګړي ته آسان او زرتر زره انصاف باوري كولو ته اوسنے حكومت پام لرنه كوي۔ وزيراعظم ووئيل عدالتي او د انصاف په نظام كښې رامخې ته خنډان لرې كول او عدالتي نظام لا موثره كولو په اړه حكومت عدليه ته هر ډول ممكنه مرسته او د وسائلو وركولو عزم لري۔
عام وګړي له آسان او زر تر زره انصاف باوري كولو ته اوسنے حكومت پام لرنه كوي۔ عمران خان
مضمون کا ماخذ : apostas lotomania