اسلام آباد08 مارچ (اے پي پي) د پي آئي اے بوئنګ الوتكه په يوكرېن كښې پاتې پاكستانيان راوړلو لپاره پولېنډ ته روانه شوې. د پي آئي اے وياند عبدالله خان لخوا په جاري شوې اعلاميه كښې وئيلي شوي دي چې د پي آئي اے پرواز 7787 د لاهور څخه سهار په 7 بجې 23 دقيقې د پولېنډ پايه تخت وارسا ته روانه شوې كومه به چې د وارسا ځائي وخت له مخې سهار په لس نجې كوزېږي. وياند ووئيل چې په الوتكه كښې به د 300 نه زيات پاكستانيان هېواد ته رواړل شي. الوتكه به په اسلام آباد كوزېږي. وياند ووئيل چې الوتكه د خارجه وزارت په خواست لېږل شوے. د پي آئي اے وياند ووئيل چې د پاكستاني حكومت په هدايت به نور پروازونه هم چلولې شي.
مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب