اسلام آباد۔10جون(اے پی پی)صدرډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان جمهوريه پولېنډ سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري ٬ پاكستان پولېنډ سره تجارت ٬ معيشت او د اولسي تړون په څانګو كښې اړيكې له پراخه كول غواړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ پولېنډ كښې د پاكستان نومولي سفير ډاكټر خالد حسېن مېمن سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل پاكستان ته د راتلونكو سېلګرو شمېره زياتولو له دې نومولے سفير د سېلګرۍ په څانګه كښې موجوده موقعې په ډاګه كړي٬ سفير دې د پاكستان او پولېنډ پوهنتونونو ترمينځه اداره جاتي تړون برقرار ساتلو لپاره كار وكړي۔ صدر ووئيل د زده كړو په څانګه كښې دوه اړخيزه اړيكې مستحكمولو سره به د پاكستانو پوهنتونو تعليمي او تحقيقي معيار ښه كولو له مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئېل سفير دې د پاكستاني افرادي قوت شمېره زياتولو له هم كار وكړي۔ په دې مهال صدر مملكت نومولي سفير ته په پولېنډ كښې د پاكستان سفير په توګه په تعيناتې مباركي هم وركړه
پاكستان جمهوريه پولېنډ سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري ٬ صدر ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل