اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثنا الله وئيلي دي چې افغانستان زمونږ ورور اسلامي هېواد دې٬ د پاكستان افغانستان سره د اوږدې مودې اړيكې دي٬ وفاقي وزير رانا ثنا الله د افغانستان پحقله خپل وضاحتي بيان وركولو سره وېډيو جاري كړې ده ۔ ده ووئيل نن زما په پرېس كنفرنس كښې زما جمله دا وه چې عمران خان په افغانستان كښې د ډرون بريد پحقله چې د پاكستان په رياست كوم تورونه لګولي دي داسې تورونه يو دښمن هېواد او افغانستان هم نه دي لګولي۔ رانا ثنا الله سپيناوې وكړو چې په دې كښې لفظ ”او” په يو سبب كټ كړے شوے دے ۔ ده ووېيل زه دا سپيناوې كول غواړم چې افغانستان زمونږ ورور اسلامي هېواد دې او زمونږ ورسره د اوږدې مودې اړيكې دي
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ