اسلام آباد۔27 اپرېل(اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) صدر او قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف وئيلي دي جاوېد لطیف د ګوند يو مخلص ملګرے دے د هغه په ګرفتارۍ راته افسوس شوے دے۔ د نهې په ورځ خپل يو بيان كښې هغه ووئيل د ګوند غړو او د سياسي لارښودو ګرفتاري كوم جواز نه لري۔ هېواد او ټولنه زغم ٬ تفاهم او د همغږۍ جذبه مخ په وړاندې بوځي۔ هغه هيله ولرله چې عدالت به د جاوېد لطيف په معامله كښې د انصاف تقاضې ترسره كړي۔
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی