اسلام آباد۔9جون (اے پي پي) پاکستان او كاناډا په كاناډا كښې مېشته مسلمانانو ته تحفظ٬ د اسلامو فوبيا او نفرت آميز بيانيې له مينځه وړلو لپاره په نړيوالو فورمونو په ګډه هلو ځلو كولو ته صلاح شوي ۔ د خارجه دفتر له مخې خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي د شورو په ورځ د كاناډا خپل همڅنګ مارك ګارنيو سره ټېلي فوني تماس نيولے او د خبرو اترو په مهال ئې په كاناډا كښې د پاكستاني نژاد كورنۍ سره په رامخې ته شوې المناكه پېښه٬ كومه كښې چې 4 بې ګناه كسان مړه شوي او د اسلامو فوبيا د زيات شوي رجحان لاره نيولو لپاره د خيالاتو څرګندونه كړې ۔ خارجه وزير ووئيل په كاناډا كښې د مېشته بې قصوره پاكستاني نژاد كورنۍ د 4 كسانو په قتل د افسوس څرګندونه كوٶ٬ بې ګناه كورنۍ يوازې د مسلمانې په سبب په نخښه كړې شوې،دا د اسلاموفوبيا واضح مثال دے۔ د كاناډا پشمول نړيوالې ورورولۍ له به د اسلامو فوبيا منفي رجحان مخنيوي لپاره به سنجيده اقدامات كول وي۔ ده ووئېل د كاناډا وزيراعظم جسټن ټروډو په دې پېښه د مثبت غبرګون څرګندونه كړې او مونږ ورته په درنه سترګه ګورو۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل مونږ د كاناډا پشمول په لويديزو هېوادونو كښې د اسلامو فوبيا په زياتېدونكي رجحان تشويش لرو٬ وزيراعظم عمران خان او د خارجه وزير په حېث ما د تېرو دوو كالو راهسې د نړيوالې ورورولۍ پام دې پلو د ګرځولو هڅې كړي۔ ده ووئيل د وزير اعظم عمران خان په امر مونږ په نيامے كښئ د او آئي سي د خارجه وزيرانو په غونډه كښې د اسلامو فوبيا په ضد قرارداد وړاندې كړے كوم چې په يوه خله منظور كړے شوے، د دې نه علاوه مونږ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي ته امر كړے چې ھغه د اسلامو فوبيا او د نفرت آميز بيانيې په ضد په نړيواله كچه مشتركه لائحه عمل لپاره نور هېوادونه په اعتماد كښې واخلي۔ د كاناډا خارجه وزير ووئيل کينيډين د كاناډا وزراعظم او اولس لخوا د دې المناكې پېښې سخته غندنه كوي او ځپلې كورنۍ سره د يوالي څړګندونه كوٶ٬ ده د كاناډا واكدارانو لخوا د دې پښې جامع پلټنو او د ذمه وارو په ضد د قانوني كاروائۍ كولو باور وركړو٫ دواړو خارجه وزيرانو په كاناډا كښې د مېشته مسلمانانو تحفظ ٬ اسلامو فوبيا او د نفرت آميز بيانيې لا مينځه وړلو لپاره په نړيوالو فورمونو شريكو هلو ځلو ته صلاح يوه كړې
پاکستان او كاناډا په كاناډا كښې مېشته مسلمانانو ته تحفظ٬ د اسلامو فوبيا او نفرت آميز بيانيې له مينځه وړلو لپاره په ګډه هلو ځلو ته صلاح شول
مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados