اسلام آباد 03 جنوری (اے پی پی) د هند د اقليتي كميشن چيئرمېن اقبال سنګھ لال پوره 30 كسيزه پلاوي سره يو ځائ د ګل په ورځ د ګوردواره دربار صاحب دوره وركړه. په دې موقع ده ووئيل چې هغه د ګوردواره دربار صاحب په پراختيا خوشحاله شوے دے او د پاكستاني حكومت لخوا د هند څخه د راتلونكو ياتريانو هركلي لپاره د انتظاماتو ستائنه كوو. پلاوې د پراجېكټ اېريا د صفائي نه هم ډېر متاثره شو. چيئرمېن باور وركړو چې هغه به هندي ياتريانو لپاره په حالاتو كښې نرمې لپاره د هند حكومت سره خبرې كوي او ورځنې دورو لپاره به د دوي په شمېره كښې اضافه هم كولې شي. پراجېكټ انتظاميې د هندي اقليتونو نمائندګي كوونكي اعلٰی پلاوي په هركلي كولو د خوشحالې څرګندونه وكړه.
مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ