اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د بشري حقونو نړيوالي ورځ په موقع كل جماعتي حريت كنفرنس آزاد كشمير شاخ د سيورې لاندې د كنونيز محمود احمد ساغر په مشرۍ كښې د ملګرو ملتونو دفتر په وړاندې يوه احتجاجي مظاهره وكړې شوه۔ احتجاجي مظاهره كښې د نړۍ د اولس پام مقبوضه كشم??ر كښې هندي عسكرو د لاسو مظلوم كشميريانو روانو ظلمونو پلو راګرځولې شوي۔ د بشري حقونو نړيوالي ورځ په موقع مقررينو ووئيل د ملګرو ملتونو جوړيدو نه پس په سمدستي توګه د نړۍ اولس يو متفقه قرارداد پاس كړې او دې خبرې ته سلا شوې چې نړۍ كښې د ټولو قامونو به د هر ډول لح??ظ نه غير مذهب او ملت ، رنګ او نسل د بشري حقونو پاسداري كولې شي خو هند په دغه نړيوال دستاويز د لاس ليك باوجود مقبوضه جمو او كشم??ر كښې د بشري حقونو خلاف ورزو كښې ككړ دې۔ هند د 5 اګست 2019 راهسې مقبوضه جمو او كشم??ر كښې پوځي لاك ډاون او نور سخت بنديزونه لګولې دي۔ هندي قابض عسكرو ګڼ شمير بے ګناه كشميريان شهيدان كړې دغسې ګڼ شمير ځوانان بے دركه كړې شوي۔ هند مقبوضه جمو او كشم??ر كښې خپلو عسكرو له نه يواځي د بشري حقونو د خلاف ورزو لائسنس جاري كړې بلكه د تور قوانين د لارې د هغوزي په ضد كوم هم قانوني كارروائي مخنيوې ئې هم كړې۔ مقررينو په آخر كښې ووئيل مقبوضه كشم??ر كښې داسې تور قوانين نافذ كړې شوي كوم چې تاريخ كښې مثال نه لري۔ مقررينو د پاكستان حكومت څخه غوښتنه كړې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل مقبوضه كشم??ر كښې د بشري حقونو صورتحال څخه خبر كړي۔ مشرانو غوښت??ه وكړه چې مقبوضه كشم??ر كښې خراب د بشري حقونو صورتحال جاج اخستلو لپاره دې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل كښې خپل نمائنده مقرر كړي۔ په آخر كښې د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل په نامه يو ياداښت وړاندې كړې شو۔
د بشري حقونو نړيوالي ورځ په موقع كل جماعتي حريت كنفرنس آزاد كشمير شاخ د سيورې لاندې د كنونيز محمود احمد ساغر په مشرۍ كښې د ملګرو ملتونو دفتر په وړاندې احتجاجي مظاهره
Adventure Treasure Hunt APP download URL
مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس