اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سپوږمۍ ته د پاكستان وړومبې سېټلائټ په لېږلو قام او سائنس مدارو له مباركي وركولو سره وئيلي دي د اتومي مېدان غوندې په دې مېدان كښې هم زمونږ سائنسمدارو، انجينئرانو او هنرمندو خپل صلاحيت ښودلے، دې مهمې کاميابۍ سره پاکستان په خلا كښې د بامقصده استعمال په نوې دور كښې داخل شو او د سيټلائټ کميونيکيشن په څانګه كښې به د پاكستان صلاحيت لا زيات شي۔ د جمعې ??ه ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل “آئي کيوب قمر” سيټلائټ په خلا كښې د پاکستان وړومبے ګام دے۔ وزيراعظم ووئ??ل د انسټيټيوټ آف سپېس ټيکنالوجي کور کميټۍ او د دې غړي ډاکټر خرم خورشيد، د سپارکو پشمول ټولو ډلو په خاص توګه پراجيکټ كښې برخه اخستونكو زده كوونكو ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔ ده ووئ??ل د هماليه نه د لوړې٬ د سمندر نه ژورې او د شاتو نه د خوږې پاك چين دوست?? خوشبو د پولې نه پرته نن د خلاګانو په پولو هم اوړېدلې ده، په اته هېوادونو كښې يواځې د پاکستان د منصوبې قبلېدل زمونږ د سائنسمدارو او د پوهانو د قابليت اعتراف دے٬ ده ووئېل دا د تكنيكي پرمختګ په سفر كښې تاريخي لمحه ده ، دې مهمې کاميابۍ سره د پاکستان په خلا كښې د بامقصد استعمال نوې دور ته داخل شو۔ ده ووئ??ل دا كاميابي به د سيټلائټ کميونيکيشن په څانګه كښې د پاکستان صلاحيتونه زيات كړي او سائنسي تحقيق، اقتصادي پرمختګ او قامي سلامتيا لپاره به نوې موقعې ??م راپېدا كړي۔ وزيراعظم ووئ??ل د پاکستان ځوانانو ثابت كړه چې ھغوي د خلاګانو د تسخير كولو هم صلاحيت٬ جذبه او پوهه لري، كه لوي څښتن وكړي نو د 28مې مئي كال 1998 غوندې به د خلا او معاشي پوشيده كمال ته به هم ورسو۔ ده ووئيل په مواصلاتي ډھانچه كښې د خپلواك?? خوب تعبير سره به پاكستان په دې څانګه كښې هم قائدانه كردار ادا كوٶنكو هېوادونو كښې وشمېرلې شي٬ د پاکستان په سائنس او ټيکنالوجۍ، جديد علوم او هنرمندۍ كښې پرمخ??ګ د وخت او هېواد ضرورت دے، ده ووئېل زمونږ هڅه او پاملرنه ده چې خپل زلمي د جديد علوم او فنون، سائنس او ټيکنالوجۍ په لړ كښې مخ په وړاندې بوځو دغسې چې پاکستان د ايجاداتو په نړۍ كښې هم تر ټولو وړاندې لاړ شي۔
“آئي کيوب قمر” په خلا كښې د پاکستان وړومبے ګام دے٬ وزيراعظم شهباز شريف سپوږمۍ ته د پاكستان وړومبې سېټلائټ په لېږلو قام او سائنس مدارو له مباركي وركړه
Frozen Fun Entertainment official entrance
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیتنے کے طریقے