پېنډي 16اپرېل(اے پی پی) كور كمانډر كنفرنس فلسطيني اولس سره د يو والي څرګندونه ??ولو سره په غزه كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو٬جنګي جرمونو او نسل كشۍ غندنه ??ړې٬فورم په منځني ختيز كښې په زيات شوي تاؤ تريخوالې هم د تشويش څرګندونه ??ولو سره وئېلي چې فريقېنو كه په فوري توګه تاؤ تريخوالي كم نه ??ړو نو يوه پراخا سيمه ايزه شخړه رامخې ته كېدې شي۔ فورم د وسله والو ځواكونو حوصله شكنۍ لپاره په بدنيتۍ اډانه ??روپیګنډا كمپائن د اندېښنې څرګندونه ??كړه او په دې خبره يۍ زور راوړو چې د دې بې بنسټه تورونو مقصد د اولس او د پاكستان وسله والو ځواكونو ترمينځه د فاصلې پیدا كولو هڅه كول دي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پاك پوځ مشر جنرل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې 264م كور كمانډرز كنفرنس وشو۔ كنفرنس كښې ګډون كوؤنكو د وسله والو ځواكونو افسرانو٬ځوانانو٬ قانون نافذ كونكو ادارو او وګړو پشمول د شهيدانو سترو قربانيو ته پیرزوينې وړاندې كړې كومو چې په هېواد كښې امن او استحكام لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركړې۔د پاك پوځ سرلښكر د ترهه ګرۍ مخنيوي له د آپرېشنز په مهال د ګڼ شمېر ترهه ګر بريدونو ناكامه كولو او مهم ترهه ګر وژلو كښې د پاك پوځ او قانون نافذ كونكو ادارو بشپړه هڅې وستائلې۔ د پاك پوځ سرلښكر كمانډرز ته ه??ايت وكړو چې ترهه ګر كوم ځاې هم فعاله كېدو ته مه پرېږدۍ۔ ده ووئيل چې د پاكستان وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كونكو ادارو ته د ټول قوم ملاتړ ترلاسه دے۔وسله وال ځواكونه ??ه پاك پروردګار ته منظور وي پاكستان څخه د ترهه ګرۍ خطره په مستقله توګه د ختمولو عزم لري۔ فورم په بشام كښې په چينائي وګړو د بزدلانه ترهه ګر بريد او په بلوچستان كښې د بې ګناه وګړو د وحشيانه ??ژنې پېښې غندنه ??كړه۔ فورم ته بريفنګ وركړے شو چې څنګه افغانستان څخه فعاله ترهه ګر سيمه ايزې او نړيوالې سلامتيا لپاره خطره ده۔ فورم ته بريفنګ كښې دا هم ووئيل شؤ چې دا ترهه ګر دا ډله د پاك چين اقتصادي راهدارۍ(سي پېك)په ضد د پراكسي په توګه كار كوي۔ فورم په مقبوضه جمو كشمير كښې په روان هندي جارحيت د سخت تشويش څرګندونه ??كړه۔ فورم د دې خبرې پخلے وكړو چې پاكستان به د خپلو كشميري ورونړو خوېندو سياسي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔ فورم د وسله والو ځواكونو حوصله شكنۍ لپاره په بدنيتۍ اډانه ??روپېګنډا كمپائن اندېښنه ښكاره كړه۔ فورم په دې خبره زور راوړو چې په قانون نافذ كونكو ادارو او امنيتي ځواكونو بې بنياده تورونه ??ګول يوه لاره جوړه شوې۔ كنفرنس كښې ګډون كونكو ووئيل چې د دې بې بنياده تورونو مقصد د اولس او پاكستان وسله والو ځواكونو ترمينځه د فاصلې پېدا كولو هڅه ده۔ مو??ږ به دا ډول هڅې كاميابېدو ته نه ??رېږدؤ او د دې په ضد به د قانون او آئين له مخې سخته كاروائي باوري كولې شي۔ فورم په هېواد كښې د تلپاتي سماجي او اقتصادي پرمختګ ترلاسه كولو كښې حكومت سره بشپړه مرسته كولو له د خپل عزم پخلي كولو سره ووئيل د تلپاتي سماجي او اقتصادي پرمختګ په ترلاسه كولو كښې به د غېر قانوني اسپيكټرم٬په خاص توګه د قاچاق٬ ذخيره اندوزي او د برېښنا غلا په ضد او د ټول غېر قانوني كډوالو په محفوظ توګه بېرته لېږلو كښ?? بشپړ مرسته كوؤ۔۔د پاك پوځ سرلښكر فيلډ كمانډرز ته ه??ايت وكړو چې د آپرېش??ل تيارۍ او مورال اعلٰی ترين معيار باوري كړي او د تربيت اعلٰی معيار د لارې پيشه ورانه ??هارت ترلاسه كړي
د پاك پوځ مشر جنرل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې كور كمانډرز كنفرنس ٬ فلسطيني اولس سره د يو والي څرګندونه٬ په غزه كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو٬جنګي جرمونو او نسل كشۍ غندنه
Dim Sum Mania Entertainment official link
مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ