پېښور 06مارچ(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي په دې سخت وخت كښې به وفاقي حكومت د بارانونو او واورې ورېدو ځپليو سره هر ډول مرسته كوي٬ټولې ادارې دې په ګډه د ځپليو رېسكيو او بحالۍ په اقدامات كښې برخه واخلي٬اېن ډي اېم اے صوبائي انتظاميې سره په ګډه د ځپليو رېسكيو او بحالۍ لپاره هر ممكنه اقدامات كړي۔ده دا خبره د اوسنو طوفاني بارانونو او واورې ورېدو له امله په خېبرپښتون??وا كښې د زيان او روان رېسكيو او بحالۍ اقدامات په اړه د غونډې مشرۍ كولو په ??هال كړی۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د شورو په ??رځ د يوې ورځنۍ دورې په ??وقع د خېبرپښتون??وا ګورنر حاجي غلام علي سره په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو ۔په دې موقع سېنېټر اسحاق ډار٬خواجه آصف٬عطاﺀ تارړ٬امير مقام٬مرتضٰی جاوېد عباسي او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك هم د هغه سره وو۔په ??لاقات كښې وزيراعظم د اوسنو طوفاني بارانونو او واورې ورېدو په ??تيجه كښې د زيان او جاري مرستې او بحالۍ اقدامات نه خبركړے شو ۔وزيراعظم ته صوبائي انتظاميې٬پي ډي اېم اے٬اېن ډي اېم اے او نېشنل هائي وے اتهارټي په اقدامات هم بريفنګ وركړو۔غونډې ته ووئيل شول په خېبرپښتون??وا كښې د اوسنو بارانونو او واورې ورېدو په ??تيجه كښې 40 كسه مړه او 62 ژوبل شوي چې پكښې 27 ماشومان هم شامل دي۔د دې نه علاوه 635 كورونه په بشپړه توګه تباه شوي۔غونډې ته ووئيل شول د وزيراعظم په خاص هدايت په دې طوفاني بارانونو كښې په حق رسېدلو كسانو كورنيو ته به شل لكه روپۍ٬ژوبل شوو كسانو ته به د يو تن په سر پنځه لكه٬په بشپړه توګه تباه شوو كورونو كسانو ته به 7 لكه روپۍ او په جز??ي توګه ځپليو كورونو كسانو ته به درې نيم لكه روپۍ وركولې شي۔وزيراعظم ته ووئيل شول په خېبرپښتون??وا كښې ټولې لويې سترې لارې په جز??ي توګه بحال كړی شوي ٬ په ??ومو سترو لارو چې واورې ورېدلي او د خاورو كمرې رالوېدلې اوس هم په ??غې هم كار روان دے٬غونډې ته نور ووئيل شول راتلون??و دوو ورځو كښې د متوقع واورې ورېدو په اړه هم ضلعي او صوبائي انتظاميې او اېن ډي اېم اے د كوم هم بېړنې صورتحال مخ نيوي لپاره تېارې بشپړې دي ۔بريفنګ په ??هال وزيراعظم هدايت وكړو چې ټولې ادارې دې په ګډه د طوفاني بارانونو او واورې ورېدو ځپليو رېسكيو او بحالۍ اقدامات كښې برخه واخلي۔ده ووئيل د ځپليو مرستې او بحالۍ كښې بيغوري ونه كړئ۔ده د اېن ډي اېم اے ته هدايت وكړو چې صوبائي انتظاميې سره په ګډه د ځپليو رېسكيو او بحالۍ لپاره هر ممكن اقدامات وكړئ۔وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د ځپلے شوو كورونو كسانو ته دې راتلونكو پنځو ورځو كښې مرسته او روپۍ وركول باوري كړے شي ۔په دې سخت وخت كښې وفاقي حكومت د ځپليو سره هر ډول مرسته كوي٬په غونډه كښې د خېبرپښتون??وا ګورنر حاجي غلام علي٬اسحاق ډار٬خواجه آصف٬عطاﺀالله تارړ٬امير مقام٬مرتضٰی جاوېد عباسي٬د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك او اړوند اعلٰی صوبائي چارواكو ګډون كولو۔
په دې سخت وخت كښې به وفاقي حكومت د بارانونو او واورې ورېدو ځپليو سره هر ډول مرسته كوي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف
Quick Winner Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل