لاهور 07 جولائی (اے پی پ??(د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن طاهر محمود اشرفي وئېلي دي چې د ناموس رسالت(ص) او قرآن كريم د عظمت هېڅ سودا كېدې نه شي٬ نه يوازې پاكستان بلكې پ?? ټوله نړۍ كښې د قرآن پاك د تقدس ورځ ??مانځلې كېږي٬په سويډن كښې د قرآن كريم بې حرمتي شوې د كومې چې مونږ بشپړه غندنه كوو٬ نړۍ دې د مقدساتو او قرآن كريم په اړه قانون سازي وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ ??ه بحريه ټاؤن جامع مسجد كښې خبري كنفرنس ته په خپله وينا كښې كړې۔علامه طاهر محمود اشرفي وئېلي دي چې قرآن پاك د ټولو انبياﺀ علېهم السلام د تقدس او احترام درس وركوي٬ الهامي كتابونه سوځول جائز نه دي٬مسلمانان پ?? ټولو انبياﺀ علېهم السلامو ايمان لري ٬مونږ غ??اړو چې د مسلمانانو د مقدساتو احترام وكړے شي٬د قرآن كريم د عزت او توقير خيال دې وساتلې شي او د رحمت العالمين(ص) د ناموس دے هم احترام وكړے شي٬د مقدس كتاب بې حرمتي به په هېڅ صورت زغملې نه شي۔ ده ووئيل چې په سويډن كښې قرآن كريم سوځولې شوې او د دې بې حرمتي شوې٬دا هغه ورځ ??ه چې په كومه ورځ ??سلمانانو د لبيك الهم لبيك نعرې وهلې٬د دې پېښې په ضد دې ټول مسلمانان په ګډه يو غږ پورته كړي۔ده ووئيل چې په پاكستان كښې موجود ټولو اقليتونو هم د دې پېښې غندنه وكړه او هغوي ?? مسلمانانو سره اوږه په اوږه ولاړ دي۔
قرآن پاك د ټولو انبياﺀ علېهم السلام د تقدس او احترام درس وركوي٬د مقدس كتاب بې حرمتي به په هېڅ صورت زغملې نه شي٬ نړۍ دې د مقدساتو په اړه قانون سازي وكړي۔طاهر محمود اشرفي
Prosperous Jewelry Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج