اسلام آباد۔8جون(اے پی پی)پاکستان ا?? ترکمانستان د تاپي ګاز پائپ لائن منصوبې لوظنامه لاس ليك كړې او وزيراعظم وئيلي دي چې تاپي د سيمې سوكالۍ لپاره يوه مهمه منصوبه ده٬ دې منصوبې سره به منطقې ته د قدرتي ګاز رسنه ممكن شي٬ د نړيوالې وضعې په ??ناظر كښې د توان رسنه يو لويې چېلنج دے٬ دې منصوبې سره به د سيمه ايزې مرستې او سوكالۍ يو نوے دور پېل شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په و??ځ د تاپي ګاز پائپ لائن عملدرآمد منصوبې په لوظنامه د لاس ليك دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ د لاس ليك دستوره د زيارت په و??ځ وشوه۔ د پاکستان لخوا د پټروليم وزير ډاكټر مصدق ملك او د تركمانستان لخوا وزير مملكت او د ترکمن ګاز چیئرمېن مکسات بابائیف لوظنامه لاس ليك كړه۔ په ??ې موقعه خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل د ننۍ ورځ يوه مهمه و??ځ ده۔ پاكستان ا?? تركمانستان تاپي ګاز لوظنامه لاس ليك كړې۔ په ??ې مونږ د تركمانستان د صدر او د ده د ډلې مننه كوؤ۔ تاپی د دې ټولې منطقې سوكالۍ لپاره ډېره مهمه منصوبه ده۔ دا منصوبه به اشك آباد څخه پېل شي او د افغانستا?? او پاكستان د لارې به افغانستان ته رسېدو سره بشپړ كړې شي۔ دې سره به د وضعه كړې شويو شرطونو له مخې دې منطقې ته د قدرتي ګاز په و??كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ د?? ووئيل د روانې نړيوالې وضعې په ??ناظر كښې نن توان يو حقيقي چېلنج جوړ شوے دے او د پاكستان په څير پرمختګ كوؤنكي هېواد له به د دې چېلنج مخنيوي له بشپړه پالېسۍ جوړول او فوري ګامونه پورته كول وي۔ د?? ووئيل تاپي سره به د سيمه ايزې همكارۍ او سوكالۍ نوے دور پېل شي۔ د?? ووئيل خپلې ډلې ته به هدايت وكړم چې هغوي په ??ې منصوبه تندۍ سره عملدرآمد وكړي۔ د?? ووئيل د پاكستان دورې په كولو د تركمانستان پلاوي مننه كوؤ۔ د?? ووئيل دې سره مونږ ته دا موقعه ترلاسه شوې چې نړۍ ته دا باور وركړے شوو چې مونږ دوه اړخيزه اړيكو او اقتصادي همكارۍ ته د ودې وركولو عزم لرؤ۔ د?? ووئيل په ??ې مهمه موقعه زه د پاكستان ا?? تركمانستان د پټروليم وزارت ته مباركي وركوم۔ تل دے وي تركمانستان پاكستان ملګرتيا
تاپي ګاز پائپ لائن منصوبې سره به د سيمه ايزې همكارۍ او سوكالۍ نوې دور پيل شي ٬ د وزيراعظم شهباز شريف دستورې ته خطاب
BG Online Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : estatísticas quina