اسلام آباد 22 اګست (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف کراچۍ كښې د ګل پھ ورځ په نجی ټی وی چینلو اے آر وائی، سماء او نیوز د بريد سخته غندنه كړي۔ د وزیراعظم دفتر څخه جارې شوي بيان له مخې وزیراعظم ووئيل دا په صحافت او د رايو پھ څرګندونه بريد دے۔ وزیراعظم وفاقی او په صوبائی كچه اړوند چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د دې پېښې ذمه وار كسان په سمدستي توګه ونېسي۔ وزیراعظم اړوند چارواكو ته د د وګړو او په خاص توګه د خبريالانو سلامتیا او تحفظ باورې كولو له هم احکامات جارې كړل۔ ده د اړوند چارواكو څخه د پېښې راپور هم وغوښتلو۔
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج